AP ۱۴۰۳ سلواغه ۲۵ ۲۳:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85750264
T T
۰ Persons

Tags

په تل ابیب کې د صهیونیسټی اسیرانو د کورنیو لاريون د نتانیاهو پرضد

کابل- ایرنا- د صهیونیسټي زندانیانو کورنیو په مظاهرو لاس پورې کړ او له صهیونیسټ رژیم یې وغوښتل چې د بندیانو د تبادلې په اړه له حماس سره شوې موافقې ته دوام ورکړي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، په غزه کې دصهیونیسټی بندیانو کورنیو د صهیونیسټ رژیم په پلازمینې «تل ابیب» کې د مظاهرو په کولو سره د دغه ښار مرکزی سرک بند کړ.

لاريون کوونکو د صهیونیسټ رژیم له کابینې څخه وغوښتل چې له حماس سره د بندیانو د تبادلې په هکله معاملې ته دوام ورکړي.

 د غزې د صهیونیسټي بندیانو د کورنیو مظاهرې د صهیونیسټ رژیم په مرکز تل ابیب کې په داسې حال کې وشوې چې د صهیونیسټ رژیم ١٣مه چینل د چهارشنبې په شپه راپور ورکړ چې د دغه رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د اسرائیلو د بندیانو د خلاصون لپاره د موافقې د دوهم پړاو له بیا کتنې ډډه وکړه او د صهیونیسټي رژیم د بندیانو د خلاصون موضوع یې په دغه وخت کې چوپتیا وساتله.

 د صهیونیسټ رژیم ۱۲ چینل هم د اسرائیلو د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکې او تل ابیب د چارواکو وروستۍ څرګندونې د بندیانو د خلاصون په هکله د موافقې د بهیر د دوام لپاره یو جدی ګواښ دی او دغه خبرې د خبرو اترو د له مینځه وړلو سبب کیږی.

 د امریکا خبري ویب پاڼې اکسیوس هم د صهیونیسټي رژیم د یوه چارواکي په حواله لیکلي دي: د قطر او مصر له لارې مونږ حماس ته خبر ورکړی چې که د شنبې په ورځ درې تنه اسرائیلي بندیان خوشي کړي، اسرائیل به پر خپل تړون ولاړ وي.

 دا په داسې حال کې ده چې د حماس غورځنګ یو مشر سامي ابو زهري د شنبې په ورځ د ټولو بندیانو د خوشې کولو په اړه د ټرمپ د نوې غوښتنې په غبرګون کې وویل چې دا ډله په خپلو ژمنو عمل کوي خو هیڅکله به د شنبې په ورځ ټول بندیان خوشې نکړي.

 له دې مخکې اسراييلي ورځپاڼې «هاآرتص» هم اعلان کړی و، چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې موجود اسراييلي ډله به د تړون د دويم پړاو د پرمختګ لپاره هېڅ ډول هڅې ونه کړي او نتانیاهو هم اعلان وکړ، چې نه غواړي دغه پړاو عملي شي.

 د پیغام پای/

اخبار مرتبط

Your Comment

You are replying to: .